ډېر لوستل شوي

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز: د نظام هر مخالف ته به غاښ ماتونکي ځواب ورکړی شي

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت وايي، هغه کسان او ډلې چې د اسلامي امارت پر وړاندې مخالفت وکړي یا نظام ته د زیان رسولو نيت ولري، افغان پوځ به یې پر وړاندې ودرېږي او «غاښ ماتوونکی ځواب» به ورکړي.

د اميد راډيو خبريال د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالېزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ښاغلي فطرت په حواله ويلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او بهر مېشتي افغانان کولی شي هېواد ته راستانه شي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز له هغو کسانو هم غوښتي چې له هېواده بهر د افغانستان او اسلامي امارت پر وړاندې «توطیې او ناوړه تبلیغات» کوي، له دغو کړنو لاس واخلي.

قاري محمد فصیح‌الدین فطرت ټینګار کړی چې افغان پوځ به د هېواد د ټولو ولسونو امنیت او ساتنه په پوره مېړانه ترسره کړي.

اړوند خبرونه