د افغاني سرې میاشتې ټولنې رييس شیخ شهابالدین دلاور وايي، افغانستان اوس په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې بشپړه خپلواکي لري او افغانان کولی شي له دې خپلواکۍ څخه ګټه واخلي.
د اميد راډيو خبريال د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالېزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ښاغلي دلارو په حواله له افغانانو غوښتي چې د خپلواکۍ د نعمت په خاطر د الله تعالی شکر ادا کړي.
شيخ شهادبالدين دلاور ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د اسلامي امارت دنده ده چې د هېواد له ټولو وګړو سره له توپير پرته چلند وکړي او د ولس په وړاندې د رحم او مهربانۍ اصل په پام کې ونیسي.
د افغاني سرې میاشتې رييس همداراز له خلکو غوښتي چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره خپلمنځي یووالی او اتحاد لا پیاوړی کړي.

