ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: نړيوال استخبارات د افغان ولس د ذهنونو د بدلون هڅه کوي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، افغان ولس د خپل سیاسي استقلال د ساتلو لپاره د تاریخ په اوږدو کې درنې قربانۍ ورکړې او هر هغه بهرنی قدرت چې پر افغانستان یې د واکمنۍ هڅه کړې، د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شوی دی.

د اميد راډيو خبريال د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کاليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، انګریزانو، شوروي اتحاد او امریکا هڅه کړې چې د افغانستان سیاسي استقلال تر خپل واک لاندې راولي، خو د ده په وینا، د دغو قدرتونو اهداف په افغانستان کې ناکام او له ماتې وروسته له هېواده وتلي دي.

نوموړي پر افغانانو غږ کړی چې خپل‌منځي اتفاق او اتحاد وساتي، ځکه د ده په خبره، نړیوال استخبارات په عقیدوي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د افغان ولس د ذهنونو د اغېزمنولو هڅې کوي.

اړوند خبرونه