ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د «خیال نوښت» په نوم راډیو نشرات پیل کړل

د ننګرهار ولایت مرکز، جلال‌اباد ښار نهمې ناحيې اړوند په کابل کمپ سیمه کې د «خیال نوښت» په نوم نوې سیمه‌‌ییزې راډیو په ۹۲٫۱ څپو خپرونې پیل کړې دي.

د دې راډیو مسوولینو ویلي چې د نافذه قوانينو له مخې به ګټور فعالیت ته دوام ورکوي.

بلخوا د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو له «خیال نوښت» راډیو څخه د لیدنې پرمهال رسنۍ د عامه پوهاوي، معلوماتو رسولو او د خلکو د غوښتنو انعکاس مهمه وسیله بللې او ټینګار یې کړی چې باید خپرونې مسلکي معیارونو، اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پاملرنې وړاندې کړي.

د مسوولینو په وینا چې اوسمهال په ننګرهار کې د ملي راډیو ټلوېزیون ترڅنګ ۱۷ راډیوګانې، څلور تلويزيونونه او درې چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

اړوند خبرونه