د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي چې اوسمهال یې په هېواد کې د شپږو لویو بندونو چارې روانې کړي دي. دغه وزارت زیاتوي چې په ټول هېواد د اوبو پر مدیریت غور کوي او منظم پلانونه ورته چمتو کیږي.
د دغه وزارت په قول چې د اوبو د مدیریت لپاره یې منظم پلان جوړ کړی، څو په ټول هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره متوازن انکشاف رامنځته شي.
وزارت زیاتوي په دغه برخه کې اوسمهال د ۶ لویو بندونو د جوړولو کار روان دی، چې په جوړېدو سره به یې د اوبو د مدیریت په برخه ګټور ثابت شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت زیاتوي چې وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د چک ډیمونو کاسې ډکې کړي او د لویو بندونو د برېښنا په تولید کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.