د یمن په سوېل لوېدیځ کې د تعز ښار په شاوخوا کې د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د الجزیرې راپور له مخې، دواړه لوري د ستراتیژیکو سیمو د کنټرول لپاره له درنو وسلو کار اخلي.
د وروستیو نښتو له امله په تعز او د یمن پر لوېدیځو جبهو کې مرګژوبله هم اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، یوازې په تعز کې په یوه توغندیز برید کې د حکومتي ځواکونو ۲۶ سرتېري، ۳۱ حوثي جنګیالي او شپږ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
دا جګړه په داسې مهال زور اخلي چې د یمن حکومتي ځواکونه هڅه کوي د تعز لوېدیځې سیمې بېرته ونیسي، په داسې حال کې چې حوثیان د ستراتیژیکو سیمو د پراخولو هڅه کوي.
د تعز موقعیت د سره سمندر او بابالمندب تنګي ته د نږدېوالي له امله ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري.

