ډېر لوستل شوي

تاجیکستان: د سیمې امنیت له افغانستان سره تړلی دی

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري.

مهرالدین ټینګار کړی چې تاجیکستان به د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان لپاره د افغانانو ملاتړ او رغنده سیمه‌ییزو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې امنیت له افغانستان سره مستقیم تړاو لري.

دا په داسې مهال ده چې قزاقستان هم تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې د سیمي امنیت له افغانستان څخه نه بېلېدونکی بللی دی.

اړوند خبرونه