د بامیانو امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د لږ موندونکو مرغانو د ښکار په تړاو ۵ تنه نیولي دي.
د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا وایي چې امنیتي ځواکونو ۵ تنه شیبر ولسوالۍ ته په ښکار پسې تللي ښکاریان نیولي دي.
د نوموړي په وینا له نیول شویو کسانو څخه یو چره یيز ټوپک او څو ښکار شوي مرغان هم ترلاسه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په ټول هېواد کې د لږموندونکو مرغانو او وحشي ژویو پر ښکار بندیز ولګول شو.