ډېر لوستل شوي

د افغانستان نولس کلنه کرېکټ لوبډله عمان ته ځي

ټاکل شوې چې د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ ملي لوبډله د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۰مه نېټه عمان ته سفر وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله به په عمان کې د بنګله‌دېش د نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې پنځه او د کوربه عمان پر وړاندې دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو اسیا جام سیالیو ته د افغان لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

اړوند خبرونه