ډېر لوستل شوي

افغانستان او اماراتو له ترکمنستان سره د ۱۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډېزلو پېرلو هوکړه کړې

د افغانستان او متحده عربي اماراتو سوداګرو له ترکمنستان سره د ۱۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د تصفیه شوي ډېزلو د پېرلو هوکړه کړې ده.

د آذربایجان «ترېنډ» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه هوکړه د ترکمنستان د دولتي توکو او خامو موادو د راکړې ورکړې په بازار کې له «ترکمن‌نفت» دولتي شرکت سره شوې چې په ترڅ کې یې د ډېزلو دوه معاملې وروستۍ شوې دي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ تېلو یوه لویه برخه له ترکمنستان، اوزبیکستان، قزاقستان، آذربایجان، ایران او روسیې څخه واردوي.

اړوند خبرونه