له پېښو سره د مبارزې ادارې او اکټیډ (ACTED) موسسې ترمنځ د ۳ میلیونه، ۱۶۶ زره او ۵۷۳ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوې، چې له مخې به یې په دایکندي، بدخشان او د هېواد په نورو برخو کې زیانمنو او اړمنو کورنیو ته نغدي او ټولنیزې مرستې برابرې شي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دې ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اکټیډ موسسې له عمومي رییس هانس جوهانس سره، د بېړنیو عملیاتو د مرکز رییس ملا سید احمد عثماني په حضور کې لیدلي او تفاهمنامه یې لاسلیک کړې ده.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې به په دایکندي او بدخشان کې ۱۹۶۰ کورنیو ته د درېیو میاشتو لپاره هره میاشت ۱۷۰ ډالره او ۸۴۰ نورو زیانمنو کورنیو ته هره میاشت ۲۰۴ ډالره نغدي مرستې ورکړل شي. همدارنګه، ۷۵۰ کسانو ته به د ماشومانو د ساتنې، معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او د اسنادو د ستونزو حل په برخو کې ټولنیز خدمات برابر شي.
د تفاهمنامې له مخې، د بېړنیو حالاتو پر مهال به په ټول هېواد کې ۵۲۶۰ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۱۷۰ ډالره یوځل نغدي مرسته ورکړل شي او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ او معلولیت لرونکي غړي لرونکې کورنۍ به ۳۴ ډالره اضافي مرسته هم ترلاسه کړي.

