ډېر لوستل شوي

په میدان وردګو او بادغېس ولایتونو کې پر اړمنو او کډوالو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوي

د میدان وردګو او بادغېس ولایتونو ځایي مسوولینو ۱۲۰ اړمنو، راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړل شوی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د میدان وردګو ولایت استازولۍ ویلي، چې د سوالګرو د مخنیوي کمېسیون په همغږۍ، د دغه ولایت له مرکز میدان ښار او یو شمېر ولسوالیو څخه راټولې شوې ۴۰ سوالګرو کورنیو ته د دوو میاشتو په لړ کې ۳۶۴ زره افغانۍ نغدي مرسته د بانکي حسابونو له لارې حواله شوې ده.

د معلوماتو له مخې، یادې کورنۍ د ثبت او بایومتریک پروسې له بشپړېدو وروسته د مرستې مستحقې پېژندل شوې وې. دغه پروګرام په میدان وردګو کې له تېرو یو نیم کال راهیسې روان دی او د اړمنو کورنیو د مالي ملاتړ او د ژوند د شرایطو ښه کولو په موخه دوام لري.

بلخوا، د بادغیس ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د افغانستان د ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې (واسا) د دغه ولایت په بالامرغاب او سنگ‌آتش ولسوالیو کې ۸۰ راستنېدونکو، داخلي بې‌ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې دي. د هرې کورنۍ لپاره د ۴۶۰۰ – ۴۷۱۷ افغانۍ مرسته ځانګړې شوې، څو د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، تذکرو اخیستلو، درملنې او نورو لومړنیو اړتیاوو لپاره یې وکاروي. د یادې مرستې ۴۰ کورنیو ته په بالامرغاب او ۴۰ نورو ته په سنگ‌آتش ولسوالۍ کې وېشل شوي.

اړوند خبرونه