ډېر لوستل شوي

د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې؛ مالیزیا کې افغان سفیر د عراق له سفیر لیدلي

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د دغه هېواد لپاره د عراق له سفیر عدنان مهلهل آل معجون سره لیدنه کړې ده.

 مالیزیا کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د کابل او بغداد ترمنځ پر تاریخي اړیکو، شته فرصتونو او په بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.

سرچينه لیکي دغه راز، دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینگار وکړ.

اړوند خبرونه