د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په آقتپه کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د څه باندې ۸۴ زره ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه شبکه د ۸۴ زره او ۱۹۱ امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې ۴۰ متر مکعبه د اوبو زېرمه، ۱۶ سولري تختې، ۵ زره او ۳۴۷ متره پایپ او ۲۲۵ د اوبو نلونه پکې شامل دي.
د مسوولينو په وینا، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادې شبکې په بشپړېدو سره د آقتپه کلي ۴۰۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

