ډېر لوستل شوي

د فراه – فراه‌رود سړک قیر کولو چارې پیل شوې 

ټولګټو وزارت وايي چې په فراه ولایت کې د فراه – فراه‌رود ۶۱٫۲ کیلومتره سړک د قیر کولو چارې جریان لري. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد سړک د اساسي بیارغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک شوې وې، او دا مهال یې د قیر کولو چارې پیل شوې دي. 

ښاغلي حق‌شناس لیکلي چې دغه سړک د فراه ولایت له ریګي سیمې څخه پیل او د همدې ولایت د فراه رود ولسوالۍ تر دوراهي پورې غځېدلی دی.

د نوموړي په وینا چې د یاد سړک په بیارغونې سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې او سوداګریز فعالیتونه پیاوړي شي.

اړوند خبرونه