ډېر لوستل شوي

مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره ۱.۶۸ هکتاره ځمکه ځانګړې شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن په ملتیا د افغانستان سفارت لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه کړې ده.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو مسوول حافظ ضياء احمد تکل وايي، یاده ۱.۶۸ هکتاره ځمکه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټيکو استازولیو د خدمتونو عمومي ادارې له لوري د مسکو ښار په یوه مهم او ستراتيژیک موقعیت کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ده.

د پلان له مخې، پر دې ځمکه به د افغانستان د سفارت ودانۍ او اړین تأسیسات جوړ شي.

د ښاغلي تکل په وینا، د دغو ودانیو له بشپړېدو سره به په مسکو کې د افغانستان سفارت د اداري، کونسلي او کلتوري فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

اړوند خبرونه