ډېر لوستل شوي

د خوست په ځاځي میدان کې د ۲۲۱ زره افغانیو په لګښت یوه کمپیوټر‌خونه  جوړه شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په لګښت یو کمپیوټر‌لېب جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خوست د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه خونه د معارف‌دوستو هېوادوالو، مسافرو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ جوړ شوی، چې ۲۰ کمپیوټرونه، مېزونه، څوکۍ، فرشونه، لمري برېښنا او د برېښنا مجهز سیستم پکې برابر شوي دي.

د سرچینې په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو کې د ځاځي میدان ولسوالۍ د پوهنې آمریت آمر سفیرالله خبیب هڅې او د ولسي خلکو همکاري مهم رول لري. د لابراتوار د جوړېدو موخه زده‌کوونکو ته د کمپیوټري زده‌کړو د اسانتیاوو برابرول او د ښوونیز بهیر پیاوړتیا بلل شوې ده.

د خوست د پوهنې ریاست د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی کړی او له هغو هېوادوالو یې مننه کړې، چې د خپل شخصي لګښت له لارې یې د زده‌کوونکو لپاره دغه ښوونیزه اسانتیا برابره کړې ده.

دغه ریاست له شتمنو، سوداګرو، مسافرو، ځوانانو او نورو معارف‌دوستو هېوادوالو غوښتي چې د ښوونځیو او مدرسو د ښوونیزو اسانتیاوو په برابرولو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

اړوند خبرونه