د افغانستان د خصوصي سکټور او د اوزبيکستان او هند د شرکتونو ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا هوکړهلیکونه د جمعې په ورځ په کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې لاسلیک شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دې غونډې موخه د اقتصادي همکاریو پراخول، د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د ګډو پانګونو راجلبول ښودلي دي.
د غونډې ګډونوالو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د مخکې لاسلیک شویو هوکړهلیکونو پر عمليکېدو ټینګار کړی دی.
د مسوولينو په وینا، د دغو هوکړو عمليکېدل کولی شي د افغانستان له خصوصي سکټور سره د اوزبيکستان او هند د شرکتونو سوداګریزې او پانګونې اړیکې پراخې کړي. #امیدراډیو

