د قطر د دولت د نړیوالې همکارۍ وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په دوحه کې د بشري ډیپلوماسۍ او اوبو امنیت په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د خپل هېواد بشري فعالیتونو ته اشاره کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبراڼه کې د المسند په حواله ویلي چې قطر د بشري مرستو، ډیپلوماسۍ، منځګړیتوب، د بیارغونې د تمویل او د بېځایه شویو ملکي وګړو د ملاتړ له لارې په افغانستان، غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه کې رول لوبولی دی.
نوموړې د جګړو پر مهال د اوبو د سرچینو او حیاتي زیربناوو د ساتنې پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا اړینه ده.
د قطر دې چارواکې په داسې حال کې په افغانستان کې د خپل هېواد بشري فعالیتونه یادوي چې د تېرو جګړو او بېځایه کېدو له امله د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره بشري مرستې او نړیوالې همکارۍ مهمې بلل کېږي.

