ډېر لوستل شوي

د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر لا پراختیا ټینګار شوی 

په کویټ کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر، مولوي محمد شفیق خطیب د دغه هېواد لپاره د قطر له سفیر، علي محمود سره کتلي دي. 

د افغان سفارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو او دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان او قطر سفیرانو همداراز د اړيکو او همکاريو پر لاپیاوړتیا او پراختیا ټينگار کړی دی.

اړوند خبرونه