کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پنجشېر ولایت له بېلابېلو سیمو راټولشوي څه باندې ۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي سوځول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا ۶۰۰ او ۷ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي د پنجشېر ولایت امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري راټول او د ځایي مسوولینو په شتون کې سوځول شوي دي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.

