پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېلپيجي) بیه په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۲۲ سلنه لوړه شوې او په ځینو سیمو کې د یوه کیلو بیه یې ۶۱۰ پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې ده.
د پاکستان د احصایې فدرالي ادارې د شمېرو له مخې، د دغه هېواد په ځینو برخو کې یو کیلو «اېلپيجي» ګاز په ۵۵۰ او په نورو سیمو کې تر ۶۱۰ کلدارو پلورل کېږي.
په راپورونو کې راغلي، د ۱۱.۶۷ کیلوګرامه «اېلپيجي» سلنډر بیه چې تېره اوونۍ ۴۵۰۰ کلدارې وه، اوس ۷۰۰۰ کلدارو ته لوړه شوې ده.
د پاکستان د احصایې فدرالي ادارې د راپور له مخې، که د روان کال د اکټوبر میاشتې د اېلپيجي بیې د تېر ۲۰۲۵ کال له همدې میاشتې سره پرتله شي، نو په دې موده کې د دغه ګاز بیه ۱۰۷ سلنه لوړه شوې ده.

