ډېر لوستل شوي

زرګونو اسراییلیانو د نتنياهو پر ضد لاریونونه کړي

په تل‌ابيب کې تر پارلماني ټاکنو درې ورځې مخکې، زرګونو اسراییلیانو د صهونيست رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنياهو پر ضد لاریونونه کړي او د دې رژيم د بدلون او د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې نېټې د حماس په مشرۍ د بریدونو پر مهال د امنیتي ناکامیو په اړه یې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د الجزيرې د راپور له مخې، لاریونوالو د یادو بریدونو د مخنیوي په برخه کې د صهيونيست رژيم د ناکامۍ د څېړلو او د پېښې د څرنګوالي په اړه د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې مهال ده چې ټاکل شوې په اسراييلو کې پارلماني ټاکنې د اکټوبر په ۲۷مه ترسره شي.

اړوند خبرونه