د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د وړاندې کولو رييس مولوي عبدالبصیر قانع وايي، په افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید په برخه کې پرمختګونه شوي او دا مهال په هېواد کې ۱۱۷ تولیدي خونې فعالیت کوي.
د اميد راډيو خبريال د «افغانستان روغتیا» تر سرلیک لاندې د روغتیا د دویم نړیوال خبري کنفرانس پر مهال د ښاغلي قانع په حواله ویلي، له دغو تولیدي خونو څخه څلورو یې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) نړیوال معیارونه پوره کړي او نړیوال سند یې ترلاسه کړی دی.
د مولوي عبدالبصير قانع په وینا، د هېواد شاوخوا ۳۰ سلنه روغتیايي درمل او محصولات له کورنیو تولیداتو څخه تأمین او په افغانستان کې د ۴۰۰ ډوله درملو تولید هم کېږي چې د هېواد په ډېرو روغتونونو کې ترې استفاده کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې ۱۸ نورې تولیدي خونې هم د روغتیا نړیوال سازمان معیارونه پوره کړي او نړیوال سندونه ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د وړاندې کولو رييس همداراز ویلي چې افغانستان خپل تولید کړي درمل مصر، عراق او یمن ته هم صادر کړي دي.

