ډېر لوستل شوي

ټرمپ اسراییلیانو ته: نتنیاهو ته رایه ورکړئ، څو ګډ پیل کړی کار بشپړ کړو

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلیانو غوښتي چې د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ملاتړ وکړي او په ټاکنو کې ورته رایه ورکړي، څو د ایران پر ضد پیل شوي پوځي عملیات بشپړ کړي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې د نتنیاهو په ملاتړ خپل پخوانی پیغام بیا خپور کړی او ویلي یې دي چې له نوموړي سره یې د ګډو بریاوو له امله ښې اړیکې لري.

نوموړي د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل پوځي عملیاتو ته په اشارې ادعا کړې چې دغو بریدونو د ایران اټومي، پوځي او اقتصادي وړتیاوې سختې کمزورې کړې دي.

ټرمپ همداراز، د ایران د سمندري او هوايي ځواکونو د وضعیت، اقتصادي ستونزو او د دغه هېواد د پوځي او سیاسي مشرانو د له منځه تلو په اړه یادونه کړې.

د امریکا ولسمشر د نتنیاهو د ملاتړ په پیغام کې اسراییلیانو ته لیکلي: “نتنیاهو ته رایه ورکړئ، څو هغه کار بشپړ کړو چې پیل کړی مو دی.”

اړوند خبرونه