ډېر لوستل شوي

ایران: امریکا لا هم پر یو اړخیزو غوښتنو ټینګار کوي، تهران هر ډول دفاع ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، امریکا لا هم پر خپلو یو اړخیزو غوښتنو ټینګار کوي او تهران د هر ډول احتمالي سناریو او دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

بقایي زیاته کړې، که څه هم د منځګړو له لارې د تهران او واشنګټن ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي، خو د امریکا دا دریځ چې د منځ‌مهاله ټاکنو تر وخته به پر ایران برید نه کوي، ښيي چې پوځي اقدام لا هم د واشنګټن د تګلارې یوه برخه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د «بشپړ تسلیمېدو» غوښتنه د ایران خلک نه مني او د ده په وینا، امریکا د ډیپلوماټیک بهیر د پرمخ وړلو لپاره کافي اراده نه ده ښودلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي، په تېرو نهو میاشتو کې دوه ځله پر ایران داسې مهال بریدونه شوي چې مذاکرات روان وو او د خبرو د پایلو په اړه هیلې وې. د هغه په وینا، دغې تجربې د امریکا پر ژمنو د باور امکان کم کړی دی.

بقایي پر اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه جرمني، هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د یوه خپلواک او رغنده رول پر ځای د امریکا له تګلارو سره د سازش لاره غوره کړې ده.

اړوند خبرونه