ډېر لوستل شوي

لولا دا سیلوا د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

د برازیل ولسمشر لوییس ایناسیو لولا دا سیلوا د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې د خپل سیال فلاویو بولسونارو په ماتولو سره د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ مقام ته بریالی شوی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، لولا ۵۱.۸ سلنه او بولسونارو ۴۸.۲ سلنه رایې ترلاسه کړې دي، خو بولسونارو تر اوسه خپله ماتې نه ده منلې او د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د راپور له مخې، لولا د برازیل د ډیموکراسۍ له بېرته ټینګېدو وروسته لومړنی د ولسمشرۍ نوماند دی چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر خپل سیال وروسته پاتې شوی، خو په دویم پړاو کې یې بریا خپله کړې ده.

اړوند خبرونه