د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د فاریاب ولایت په اندخوی او دولتاباد ولسوالیو کې د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
یاد وزارت لیکلي چې په دې شبکو څه باندې ۲۱ میلیون افغانۍ مصرف شوی او په بشپړېدو سره یې ۱۱۷۲ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دغو شبکو کې د ۴۰ او ۲۵ متر مکعب په ظرفیت د اوبو دریو ذخیرو جوړول، د ۹ زره ۱۲۵ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۳۹۴ نلکو نښلول شامل دي.
د سرچینې په وینا چې د یادو شبکو د کار په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

