د هرات مسوولین وایي چې د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د لومړي ځل لپاره د ۵ میلیون ډالرو په پانګونې د ټیوب جوړولو فابریکې فعالیت پیل کړی دی.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا فابریکه د موټرسایکلونو، بایسکلونو او نورو کوچنیو نقلیه وسایطو لپاره بېلابېل ټیوبونه تولیدوي، او په ازمایښتي ډول هره ورځ د ۱۰ زره ټیوبونو د تولید وړتیا لري.
د دې فابریکې مسوولینو ویلي چې اوسمهال یې یوه تولیدي برخه فعاله شوې او د نورو برخو په بشپړېدو او نویو ماشینونو په نصبولو سره به یې د تولید ظرفیت لوړ شي.
د دوی په وینا چې په دې فابریکه کې به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د هرات ولایت مقام د معلوماتو له مخې چې دا مهال د هرات په صنعتي پارک کې شاوخوا ۱۵۰۰ تولیدي فابریکې فعالې دي.

