ډېر لوستل شوي

“د نږدې ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا شپږ پروژې منظورې شوې”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې د ۲ میلیارد ۸۷۳ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا شپږ پروژې منظورې شوې دي.

د دې پروژو له ډلې د ننګرهار حصارشاهي سب‌سټېشن د ۲۲۰ کیلوولټ لین پراختیا، د فاریاب ولایت د میمنې او اندخوی سب‌سټېشنونو جوړول او پراختیا او د جوزجان د یتیم‌تاق سیمې د ګازو فابریکې د انرژۍ د لېږد لپاره د ۴۰ مېګاولټ امپیره سب‌سټېشن جوړول شامل دي. اقتصادي معاونیت لیکلي چې همداراز له اندخوی سب‌سټېشن څخه تر میمنې سب‌سټېشن پورې د ۱۳۹٫۲ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول، د SDH او PABX سیسټمونو لپاره د تجهیزاتو پېرل او د ارغندۍ – غزني د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لین څخه د میدان وردګ تر پلان شوي سب‌سټېشن پورې د ۹٫۳ کیلومتره لین غځول شامل دي.

اړوند خبرونه