ډېر لوستل شوي

خلیل‌زاد: د کانګرس او ټرمپ ترمنځ سیاسي اختلافات د امریکا ملي امنیت ګواښلی شي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی چې د امریکا د کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ اوږدمهاله سیاسي اختلافات د دغه هېواد ملي امنیت له ګواښ سره مخ کولی شي.

خلیل‌زاد ویلي، په امریکا کې د وېشل شوي حکومت شتون نوې خبره نه ده، خو د راتلونکي کانګرس او ولسمشر ترمنځ دښمني ښايي بې‌سارې او اوږدمهاله شي. نوموړي ټینګار کړی چې خپلمنځي سیاسي شخړې د امریکا پام له مهمو ستراتیژیکو ګټو اړولی شي؛ له همدې امله د جمهوري‌پالو او ډیموکراټانو مشران باید د هېواد د مهمو او حیاتي ننګونو پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي.

اړوند خبرونه