د ایران تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسدارانو په حواله راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو په بحرین کې د امریکا د خبرداري لومړنی رادار په نښه او له منځه یې وړی دی.
د سپاه په وینا، دغه برید د سیریک په سیمه کې د ایران پر یوه مخابراتي برج د هوايي برید په ځواب کې ترسره شوی دی.
تر اوسه د امریکا او بحرین لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

