د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان دوه خویندې، عظمیٰ خان او نورین نیازۍ، د لاهور له کوټ لکپت زندان څخه خوشې شوې دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هغوی د بند د مودې د غځولو حکم له لغوه کېدو وروسته د خوشې کېدو پرېکړه شوې ده.
د راپور له مخې، عظمیٰ خان او نورین نیازۍ د روان کال په سپټمبر میاشت کې د عامه نظم د ساتنې قانون له مخې نیول شوې وې.
دا په داسې مهال ده چې د عمران خان درېیمه خور، علیمه خان چې له هغوی سره یوځای نیول شوې وه، لا هم په زندان کې ده.

