د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په فاریاب کې د میمنې ـ اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته سپارلې چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ او نور مصرفوونکي له باثباته برېښنا برخمن شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوې پوره او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هم زمینه برابره شي.
د معلوماتو له مخې، د میمنې ـ اندخوی د برېښنا د لېږد لین ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د بیارغونې چارې یې د شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان انجینرانو له لوري بشپړې شوې او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له بودجې شوی دی.
ملا عبدالغني برادر همداراز ډاډ ورکړی چې تر راتلونکي یوه کال پورې به د برېښنا د زېربناوو د پراختیا نورې سترې پروژې هم پلې شي او د هېواد د برېښنا اوسنی ظرفیت به څو برابره لوړ شي.

