د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په رسمي سفر روان شو.
ياد وزارت وايي، دغه سفر د ایران د کرنې وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې د مالیې وزیر د دغه سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو او ګمرکي اړیکو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
همداراز، په دغه سفر کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې لپاره پر مهمو موضوعاتو هم بحث وشي.

