د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد په نوي ډیلي کې له افغان سوداګرو سره کتلي، او د هغوی ستونزې یې اورېدلې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي زاهد د سوداګرو د ستونزو حل، د افغاني محصولاتو او پانګې خوندیتوب او ناسالم رقابت د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې په دې ناسته کې افغان سوداګرو د سوداګرۍ پر وړاندې پرتې ستونزې له ښاغلي زاهد سره شریکې کړې دي.
بلخوا په هند کې د اسلامي امارت سفیر، مفتي نور احمد نور ویلي چې سفارت د سوداګرو ډېری ستونزو ته رسېدنه کړې او یو شمېر یې حل شوې دي.

