ډېر لوستل شوي

اوزبیکستان کې د افغان متخصصینو لپاره د تخصصي زده‌کړو زمینې برابرولو په اړه خبرې شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني اوزبیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ او اوبو له وزیر سره کتلي دي. 

 د دغه وزارت په وېب‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اوبو سرچینو مدیریت، د اوبولګولو سیسټمونو د ښه‌والي، له اوبو سرچینو څخه د اغېزمنې او دوامدارې ګټې‌اخیستنې او تخنیکي تجربو د تبادلې په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې اوزبیکستاني لوري د اوبو د مدیریت په برخه کې د افغان متخصصینو لپاره د تخصصي زده‌کړو زمینې برابرولو او د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

سرچینې لیکي چې په دې کتنه کې د کرنیزو پورونو د برابرولو، له بزګرانو څخه د مالي ملاتړ، مالي سرچینو ته د هغوی لاسرسي اسانتیا او د کرنیزو تمویلاتو د رول په اړه هم بحثونه شوي دي.

اړوند خبرونه