د روسیې په سایبریا سیمه کې د یوې پوځي باروړونکې الوتکې د لوېدو له امله سپاره ټول ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت وایي، د «An-12» ډوله الوتکه د کېمېروو سیمې په یوه غیر استوګنیزه سیمه کې د عادي پرواز پر مهال لوېدلې ده.
د دغه وزارت په وینا، د پېښې احتمالي لامل تخنیکي ستونزه ښودل شوې او په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
ځايي چارواکي وايي، ژغورونکو ډلو د الوتکې اور وژلی او پولیسو د پېښې سیمه د نورو څېړنو لپاره کلابنده کړې ده.

