ډېر لوستل شوي

پوتین د اپېک سرمشریزې کې د ګډون لپاره چین ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) په ۳۳مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې په دې سرمشریزه کې د سوداګرۍ، پانګونې، اقتصادي همکاریو او ډیجیټلي اقتصاد د پراختیا په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې وشي.

د راپورونو له مخې، پوتین به د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو د اړیکو ترڅنګ به پر سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.

اړوند خبرونه