د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی چې پاکستانی وګړی اصف مرچنت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نورو امریکايي چارواکو د ترور په طرحه کې د لاس لرلو له امله پر ۲۷ نیم کاله بند محکوم شوی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، مرچنت د ایران د سپاه پاسدارانو په لارښوونه د یادو امریکايي چارواکو د ترور په طرحه کې د ښکېلتیا په تور نیول شوی و.
د محکمې د اسنادو له مخې، په دغه پلان کې د ټرمپ ترڅنګ د هغه مهال ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي هم احتمالي هدفونه وو.

