د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، چې د ملي بس امارتي شرکت اجراييوي رييس حافظ عبدالباقي مقیم د یو شمېر چیني شرکتونو له مسوولینو سره لیدلي او د عامه ټرانسپورټ په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنو کې د عامه ټرانسپورټ، پرمختللو ټکنالوژیو او تخنیکي چارو په برخو کې د همکاریو پر فرصتونو بحث شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې چیني شرکتونو په دې لیدنو کې د شانګهای ښار د ښاري بسونو د څارنې او کنټرول سیستم هم معرفي کړی چې له لارې یې د بسونو فعالیتونه، د مسافرو شمېر، د برېښنايي بسونو د چارج وضعیت او ټرافیکي پېښې څارل کېږي.

