د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم وایي، د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او د دغه نظام په لار کې ان د سر قرباني هم ورته کوچنۍ خبره ده.
ښاغلي نديم د «اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو علمي ـ څېړنیز کنفرانس» په ترڅ کې ویلي چې دغه نظام له ډېرو ستونزو او قربانیو وروسته رامنځته شوی او د ساتنې لپاره یې لا ډېرو هڅو او قربانیو ته اړتیا ده.
د لوړو زدهکړو وزير همداراز د علماوو له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کړی چې د خلکو ملاتړ د نظام ملا پیاوړې کوي، رهبري پیاوړې کوي او د یووالي زمینه برابروي.

