د فلسطین په لویدیځه تړانګه کې د اسراییلي ښارګوټو یو شمېر اوسېدونکو پر فلسطیني کلیو بریدونه کړي، موټرونه یې سوځولي او د کورونو پر دېوالونو یې توکمپاله شعارونه لیکلي دي.
د راپورونو له مخې، د اسراییل د اپوزیسیون مشر ګادي ایزنکوټ دغه بریدونه غندلي او هغه یې «یهودي ترهګري» بللې ده.
ایزنکوټ ویلي، افراطي ډلې د فلسطینیانو د موټرو او کورونو په سوځولو سره د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، تاوتریخوالی زیاتوي او د اسراییل امنیت او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې زیانمنوي.

