د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وايي، د اسراییلو له لوري د احتمالي امنیتي ګواښ په اړه تر خبرداري وروسته، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د امریکا په یوه پوځي اډه کې ژوند کوي او خپلې رسمي چارې هم له همدې ځایه پر مخ وړي.
د راپورونو له مخې، نوموړی شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د اسراییلو د امنیتي خبرداري له امله خوندي ځای ته لېږدول شوی او تر دې مهاله یې د ساتنې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په راپورونو کې راغلي، دا دویم ځل دی چې د اسراییلو له لوري ورکړل شوی امنیتي خبرداری لوړپوړي امریکايي چارواکي اړ باسي چې خپل عادي استوګنځایونه پرېږدي او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره پوځي اډو ته پناه یوسي.

