ډېر لوستل شوي

یوه کال کې د پاکستان دولتي پورونه ۶.۲ ټریلیونه کلدارې زیات شوي

د پاکستان د خزانې وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ټول دولتي پورونه په یوه کال کې ۶.۲ ټریلیونه پاکستانۍ کلدارې زیات شوي دي.

د پاکستانۍ رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، د دغه هېواد دولتي پورونه د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې له پای څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه له ۸۴.۸ ټریلیونو څخه ۹۰.۹۸ ټریلیونه کلدارو ته لوړ شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه زیاتوالی شاوخوا ۶۲۰۰ میلیارده کلدارې کېږي او دولتي پورونه او هغه پورونه هم پکې شامل دي چې حکومت یې تضمین کړی دی.

بلخوا، د پاکستان د خزانې وزارت ویلي، سره له دې چې د پورونو کچه لوړه شوې، د ناخالص کورني تولید په پرتله د پورونو تناسب ۷۲ سلنې ته راټیټ شوی دی.

دا شمېرې د دغه وزارت په هغه راپور کې خپرې شوې چې د ۲۰۲۷م څخه تر ۲۰۲۹م مالي کلونو پورې د پاکستان د پورونو د پایښت ارزونه کوي.

اړوند خبرونه