د ازموینو عمومي ادارې د ۱۴۰۶ کال عمومي او دیني مدرسو کانکور ازموینو ته د نوملیکنې د بهیر د پای نېټه د روان کال د لیندۍ ۳۰مه اعلان کړې ده.
د يادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزي له ټولو هغو فارغانو غوښتي چې غواړي په دغو ازموینو کې ګډون وکړي، د ټاکل شوې نېټې تر رارسېدو مخکې دې د نوملیکنې بهیر بشپړ کړي.
نوموړي د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو او دیني مدرسو له فارغانو غوښتي چې د نوملیکنې وروستۍ نېټې ته په پام سره خپل نومونه ثبت کړي، څو له کانکور ازموینې څخه پاتې نه شي.

