د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي خبرداری ورکړی، هغه روغتونونه چې د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ په بهیر کې ټاکل شوي روغتیايي معیارونه پوره نه کړي، د خپلو نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره به لنډمهاله فرصت ورکړل شي او که په ټاکلې موده کې یې نیمګړتیاوې لرې نه کړې، چارې به یې ودرول شي.
ښاغلي جلالي دا څرګندونې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ په اتهویشتمه ناسته کې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د کابل استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې د اړتیاوو پوره کولو، د سوځېدنې پېښو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو، د عمومي روغتونونو د تجهیز او د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ پر بهیر خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي همداراز ټینګار کړی چې په ولایتونو کې دې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر پراخ او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ شي.

