ډېر لوستل شوي

میدان‌وردګو کې د یتیمانو او معلولینو کورنیو لپاره د يوه استوګنيز ښارګوټې د جوړولو چارې پيل شوې

د میدان‌وردګو په مرکز میدان‌ښار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یتیمانو او معلولینو کورنیو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د میدان‌وردګ ولایت مقام د رسنیز دفتر وايي، په دغه ښارګوټي کې به ۵۰ استوګنیز کورونه، یو جومات او یو ښوونیز مرکز جوړ شي.

د معلوماتو له مخې، هر کور به دوه خونې، پخلنځی او نورې اړینې اسانتیاوې ولري، څو د یتیمانو او معلولینو کورنیو ته د اوسېدو مناسب چاپېریال برابر شي.

دغه ښارګوټی د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ، د استعدادونو د ودې او کار مخکښانو مؤسسې (OTED) په مالي ملاتړ او د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ او تخنیکي ملاتړ جوړېږي.

د میدان‌وردګو والي ملا خیرالله خیرخوا د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو پر ملاتړ او لاسنیوي ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د دغو اړمنو کورنیو په ملاتړ کې له حکومت سره ګډه ونډه واخلي.

اړوند خبرونه