د خوست ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار امید راډیو ته ویلي، دغه پېښه تېره شپه د قلندر ولسوالۍ په کوتکي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو فلانکوچ د تخنیکي ستونزې له امله چپه شوی دی.
د نوموړي په وینا، د پېښې د قرباني شوي جسد او ټپیان د مرور شرطې له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.

