د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې آنیتا آناند خبر ورکړی چې هېواد یې له قطر سره داسې تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې مېشتو کاناډايي وګړو ته کونسلي خدمتونه وړاندې کېږي.
آناند پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې کاناډا له قطر سره د پانګونې یو مهم تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې به یې د کاناډايي شرکتونو لپاره د قطر بازار ته د لا ډېر لاسرسي زمینه برابره شي.
نوموړې د سیمې په کچه د قطر د منځګړیتوب له رول څخه د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

